د ځمکې ثبت او سروې

شته ارقام دا ښیي چې په تیرو څو لسیزو کې ۳۳ سلنه دولتي ځمکه سروې شوې خو د سیاسي تحولاتو او په هیواد کې د نا امنیو د کچې د زیاتیدو له امله دغه لړۍ په بشپړه توګه ودریدلې ده.

د افغانستان د ځمکو اداره په پام کې لري چې د عصري او معاصره ټکنالوجۍ په کارولو او د فضایي عکس برداریو له لارې د افغانستان ټوله ځمکه سروې او ثبت کړي.

دغه کار به د حکومت او خصوصي سکتور لاسرسۍ با اعتباره معلوماتو ته لوړ کړي او همدارنګه د حکومت د پالیسیو او پلانګذاریو د طرحې او پلي کولو، ملي عوایدو د ډیروالي، د دولتي ځمکو څخه د سمې او ګټورې استفادې او همدارنګه د کورني او بهرني پانګه ونې د جلب لپاره اړین فرصتونه چمتو کړي.