د غصب شویو دولتي ځمکو بیرته رانیول

په تیرو څو لسیزو کې په هیواد کې سیاسي تحولاتو دوام او د نا امنیو د کچې پراخیدل ځینو خلکو ته یې دا زمینه برابره کړه ترڅو هغوی دولتي ځمکې غصب او خپل شخصي ګټو لپاره ورڅخه استفاده وکړي.

د شته آمارو پر اساس اوس مهال په هیواد کې په ټولیزه توګه یو ملیون او ۶۰۰ زره جریبه دولتي ځمکه د هیواد په ۳۰ ولایتونو کې تر غصب لاندې ده. د افغانستان د ځمکو اداره هڅه کوي ترڅو غصب شوې دولتي ځمکې بیرته له غاصبانو څخه خلاصه او په سمه توګه ورڅخه ګټه پورته کړي. په تیرو څو کلنو کې، دغه اداره شاوخوا ۵۰۰ زره جریب دولتي ځمکه بیرته راګرځولې او د ۱۸۸۲۳ تنو غاصبانو لست یې ترتیب او د عدلي او قضايي ارګانونو ترڅنګ، د جمهوري ریاست عالي مقام ته هم استولی دی، همدارنګه یاده اداره د هیواد په کچه د ۳۵۵ غیر قانوني ښارګوټي یې هم تشخیص کړي دي.

د افغانستان د ځمکو اداره د دغه ملي ستونزې د دایمي حل لپاره، درې مشخصې طرحې لکه د دولتي ځمکو د غصب د مخنیوی پنځه کلن استراتیژۍ، د غصب شویو دولتي ځمکو د بیرته رانیولو او همداراز د غیر قانوني ښارګوتو د ستونزو د حل پالیسی ګانې یې هم چمتو کړي دي.