د ځمکې اجاره

په هیواد کې د خصوصي سکتور وده د افغانستان د ځمکو ادارې یو له کاري لومړیتوبونو څخه دی. د افغانستان د ځمکو اداره، د خصوصي سکتور د ودې، د پانګه ونې د جلب او پانګه والو لپاره د اړینو فرصتونو د چمتو کولو په موخه ۵۳ کاري او پیچیلي پړاوونه په ۹ ساده پړاوونو بدل کړل چې له امله یې د دولتي ځمکې د اجاره ورکونې لړۍ له دوو کلنو څخه دوو میاشتو ته راټیټه شوه.

د دغه کار په نتیجه کې، د افغانستان د ځمکو اداره ۱۶۳ زره جریبه دولتي ځمکه خصوصي سکتور ته د اقتصادي او تجارتي موخو لپاره په اجاره وکړه چې له امله یې ۲۴۱ ملیونه افغانۍ عواید را ټول شول، خصوصي سکتور په یاده ځمکه کې ۳۶ ملیارده افغانۍ په کرنیزو، صنعتي او نورو برخو کې پانګه ونه وکړه او همداراز څه د پاسه ۲۷ زره هیوادوالو ته په بیلابیلو برخو کې دوامداره کاري فرصتونه چمتو شول. د افغانستان د ځمکو اداره ژمنه لري ترڅو دغه لړۍ لا پراخه کړي ترڅو د خصوصي سکتور د ودې لپاره په هیواد کې اړین فرصتونه برابر شي.