د ښاري غیر رسمي سیمو د ثبت پروګرام

په هیواد کې د نا امنیو او جګړو له امله یو شمیر زیات کسان دې ته اړ شوي دي تر څو خپل کورونه پریږدي او ښاري سیمو ته راشي. دا شمیر کسان د ژوند کولو لپاره د کور او ځای نه درلودو له کبله د ښار په غیر پلاني سیمو کې په خپل سر کورونه جوړ کړي. ورستی څیړنې ښیې چې دا کسان په ډیر بد وضعیت کې ژوند کوي او د ښه ژوند له درلودو څخه بې برخې دي.

د ښاري غیر پلاني سیمو د لومړنیو ثبت لپاره چې له کلونه کلونه له ستونزه سره مخامخ وو، د ښاري غیر رسمي د عقاري ملکیتونو د مالکیت حق خوندیتوب،د ښاري غیر رسمي سیمو په عقاري ملکیتونو باندې پانګه اچونه یا نور اقتصادي فعالیتونه، د ښاري فرهنګ دودول، د ښاروالیو او ملي عوایدو زیاتول او د دې سیمو اوسیدونکو ته د ملکیت سند د ورکولو په موخه د ښاري غیر رسمي سیمو د ثبت پروګرام رامنځته شو.

د دې پروګرام اصلي موخه دا ده چې ښاري اقتصادي ودې رامنځته شي، د خلکو او دولت ترمنځ اړیکې ټینګ شي او د اقتصادي ودې لپاره د ځمکوالۍ کنترل او مدیریت او د افغانستان په لویو ښارونو کې د ښه ښاري خدمتونو وړاندې کول دي.

د ښاري غیر رسمي سیمو د ثبت پروګرام د افغانستان د ځمکو ادارې له لومړیتوبونه څخه ده. دغه پروګرام د UN-Habitat مالي دفتر لخوا پلې کیږي. یاد پروګرام د افغانستان په اته ولایتونه کابل، هرات، قندهار، بلخ، ننګرهار، فراه، بامیان او دایکندي کې پلې کیږي.

د ښاري غیر رسمي سیمو د ثبت پروګرام د پلې کیدو د ۲۰۱۷ زیږدیز کال په منځ کې پیل شو او یادې پایلې یې درلود.

• په کابل، هرات، قندهار، بلخ، ننګرهار، فراه، بامیان او دایکندي ولایتونو ښاري سیمو کې د ۷۷۷.۰۰۰ ملکیتونو ثبت او سروې
• د ښاري ملکیتونو د شکایتونو ادعاګانو لپاره او همداراز د اصلاحاتو راوستلو لپاره د ۷۰۰ معیاري ګذرونو رامنځته کیدل
• له ښاري ملکیتونو څخه د منسجم معلوماتي بانک جوړیدل
• په اته ولایتونو کې د اراضي دفترونو اړتیاوو لوړول او تجهیز لپاره
• مستحقینو ته د ملکیت سند ویشل

د دې لړۍ د بنسټیز کولو په موخه د افغانستان د ځمکو اداره له عدلیې وزارت سره په همغږۍ کې د ښاري غیر رسمي سیمو د ثبت مقرره تدوین چې د کابینې لخوا منظور او په نږدې راتلونکې کې به د جلالتمآب ولسمشر محمد اشرف غني لخوا توشیح شي.
‍ د افغانستان د ځمکوالۍ نظام بنسټیز پرمختیایي پروګرام (IDPL)

په افغانستان کې د ځمکوالۍ نظام بنسټیز پرمختیايي پروګرام (IDPL) په افغانستان کې د پرمختللي او روڼ ځمکوالي نظام د رامنځته کیدو په موخه جوړه شوې چې د دې پروګرام پلې کیدل، د حکومت پراختیایي او اقتصادي پالیسیو او پلانونو پلې کیدو، د خصوصي سکتور ... ادامه


د غیر رسمي ښاري سیمو د ثبت پروګرام

دغه پروګرام د ښاري غیر رسمي سیمو د ثبت او سروې لپاره جوړ شوی چې د دې پروګرام طرح د جلالتمآب ولسمشر محمد اشرف غني لخوا منظور او همدا اوس د پلې کیدو چار ې یې د هیواد په اتو لویو ښارونو کې پیل شوي. په ۲۰۱۸ ... ادامه


د افغانستان د ځمکو او ملکیتونو د بیو پروګرام

د افغانستان د ځمکو او ملکیتونو د بیو پروګرام، د دولتي او شخصي ملکیتونو او همداراز د ښاري او کلیوالي ځمکو باندې د بیو ایښودو په موخه رامنځته شوی. یاد پروګرام په هرات ولایت کې په آزمایښتي توګه پلې شو او ډیر ژر به د هیواد په ۳۴ ولایتونو کې پیل شي. ... ادامه


د دولت په ضمانت د قبالې د ورکړې پروګرام

د دولت په ضمانت د قبالو د ورکړې پروګرام د دولت په ضمانت د قبالو د اجراء او ثبت د عصري کیدو او ساده کولو په موخه رامنځته شوی. د افغانستان د ځمکو اداره له المدینې شرکت سره په کابل او هرات ولایتونو کې د قبالو د اجراء او ثبت په برخه کې تخنیکي مطالعات او څيړنې ... ادامه


د دولتي ځمکو بانک

د ځمکو معلوماتي بانک د دولتي او د دولت تر ولکې لاندې عامه ځمکو د تفکیک په موخه رامنځته شوې ده چې طرح یې د جلالتمآب ولسمشر لخوا منظور او همدا اوس ... ادامه


د تخنیکي همکاریو پروژه (PPG)

د تخنیکي همکاریو پروژه د نړیوال بانک په مالي مرسته د افغانستان د ځمکو په اداره کې جوړ شوی دی. دغه پروژه په ټولیزه کې د مجربو اشخاصو د ګمارنې، د تخنیکي مرستو د برابرولو او همدارنګه د اړونده ریاستونو د کاري ظرفیت د لوړوالي له لارې د ادارې پرمختیایي پروګرامونو ... ادامه


مستند