مراجعینو ته د خدمتونو ریاست
د مراجعینو ستونزو ته رسیدګی او هغوی ته د ښه خدماتو وړاندې کول د افغانستان د ځمکو د ادارې له لومړیتوبونو څخه ده. د مراجعینو د غوښتنلیکونو د اخیستلو او هغه ته د ځواب په موخه او همداراز د وخت له ضایع کیدو څخه د مخنیوی لپاره د ځمکو خپلواکه اداره په ۱۳۹۶ کال کې مراجعینو ته د خدماتو ریاست جوړ کړ.

دا ریاست د ځمکو ادارې د ریاستونو او مراجعینو تر منځ د پله په شان دی او تل هڅه کوي چې د غوښتنلیکونو د اخیستلو، د لیدنو تنظیمول، د معلوماتو وړاندې کول او د اسنادو د تعقیبولو په برخو کې مراجعینو ته آسانیتاوې برابرې کړي. د دې ریاست په جوړیدو سره د مراجعینو ستونزې کمې شوي دي او اوس هغوی خپل غوښتنلیکونه او وړاندیزونه یو واحد مرجع ته تسلیم کوي او له کاري اجراآتو څخه معلومات ترلاسه کوي چې د دې کار اغیزمنتوب په اداره کې ډیر زیات دی.

د ښه خدمتونو وړاندې کولو ، د اسنادو د پروسو تر سره کول، او د سیستم د بنسټیزکولو په موخه یاد ریاست غواړي الکترونیکي سیستم جوړ کړي تر څو له نوي سیستم څخه په ګټه اخیستلو سره د مراجعینو اسناد له لږ وخت کې ټول شي له له مربوطه ریاستونو سره یې شریک کړي.
‍ د افغانستان د ځمکوالۍ نظام بنسټیز پرمختیایي پروګرام (IDPL)

په افغانستان کې د ځمکوالۍ نظام بنسټیز پرمختیايي پروګرام (IDPL) په افغانستان کې د پرمختللي او روڼ ځمکوالي نظام د رامنځته کیدو په موخه جوړه شوې چې د دې پروګرام پلې کیدل، د حکومت پراختیایي او اقتصادي پالیسیو او پلانونو پلې کیدو، د خصوصي سکتور ... ادامه


د غیر رسمي ښاري سیمو د ثبت پروګرام

دغه پروګرام د ښاري غیر رسمي سیمو د ثبت او سروې لپاره جوړ شوی چې د دې پروګرام طرح د جلالتمآب ولسمشر محمد اشرف غني لخوا منظور او همدا اوس د پلې کیدو چار ې یې د هیواد په اتو لویو ښارونو کې پیل شوي. په ۲۰۱۸ ... ادامه


د افغانستان د ځمکو او ملکیتونو د بیو پروګرام

د افغانستان د ځمکو او ملکیتونو د بیو پروګرام، د دولتي او شخصي ملکیتونو او همداراز د ښاري او کلیوالي ځمکو باندې د بیو ایښودو په موخه رامنځته شوی. یاد پروګرام په هرات ولایت کې په آزمایښتي توګه پلې شو او ډیر ژر به د هیواد په ۳۴ ولایتونو کې پیل شي. ... ادامه


د دولت په ضمانت د قبالې د ورکړې پروګرام

د دولت په ضمانت د قبالو د ورکړې پروګرام د دولت په ضمانت د قبالو د اجراء او ثبت د عصري کیدو او ساده کولو په موخه رامنځته شوی. د افغانستان د ځمکو اداره له المدینې شرکت سره په کابل او هرات ولایتونو کې د قبالو د اجراء او ثبت په برخه کې تخنیکي مطالعات او څيړنې ... ادامه


د دولتي ځمکو بانک

د ځمکو معلوماتي بانک د دولتي او د دولت تر ولکې لاندې عامه ځمکو د تفکیک په موخه رامنځته شوې ده چې طرح یې د جلالتمآب ولسمشر لخوا منظور او همدا اوس ... ادامه


د تخنیکي همکاریو پروژه (PPG)

د تخنیکي همکاریو پروژه د نړیوال بانک په مالي مرسته د افغانستان د ځمکو په اداره کې جوړ شوی دی. دغه پروژه په ټولیزه کې د مجربو اشخاصو د ګمارنې، د تخنیکي مرستو د برابرولو او همدارنګه د اړونده ریاستونو د کاري ظرفیت د لوړوالي له لارې د ادارې پرمختیایي پروګرامونو ... ادامه


مستند