ملي علامه ګذاریو او جیودیزي ریاست
د افغانستان د ځمکو د ادارې په جوړښت کې جیودیزی یو له مهمو ریاستونو څخه بلل کیږي چې زیاتره د هیواد د سرحداتو د سروې او همداراز د افغانستان د اسلامي جمهوريت او ګاونډیو هیوادونو د سرحدي پلاترونو اندازه کولو په برخو کې فعالیت کوي.

د ځمکې پیژندنې ریاست په څرګنده توګه د جي پي اس سیسټم په رامنځته کولو او لګولو کې په برخه کې فعالیت لري. د دې کار یوخه موخه د نړی له بیلابیلو شبکو سره نښلیدل او ټول هیواد ته لاسرسی دی. همدا شان، دې سیسټم سره په ټول هیواد کې ښاري نقشو ته لاسرسي لپاره بیلابیلو ځایونه په نښه کیږي. دغه راز د جي پي اس په لګولو سره ډیرو برخو کې آسانتیاوې رامنځته کیږي. مثلا: کانالیزاسیون په برخه کې، مخابراتي شبکو په برخه کې، اوبو بریښنا، سړک، ودانیو جوړولو او د بحر له سطحې نه د یوې نقطې او د ځمکې د جاذبې قوې آسانتیاوې هم برابریږي.

یاد ریاست په لومړي قدم کې پریکړې لري چې په نهو ولایتونو کې ۲۴ ساعته دایمي کور ستیشنونه ولګوي او پلان لري چې په ټول هیواد کې داسې دایمي کور ستیشنونه فعال شي. سر بیره پر دې د جیودیزي ریاست د طبیعي پیښو لکه زلزله سیلاوونه او داسې نور د خطراتو راکمولو په موخه په سیمو کې د دینامیکي جیودیزي شبکې جوړې کړي. همداراز له ایران، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او چین هیوادونو سره د سرحدي نشو د پروسې بشپړول د دې ریاست له راتلونکي پلانونو څخه ده.
‍ د افغانستان د ځمکوالۍ نظام بنسټیز پرمختیایي پروګرام (IDPL)

په افغانستان کې د ځمکوالۍ نظام بنسټیز پرمختیايي پروګرام (IDPL) په افغانستان کې د پرمختللي او روڼ ځمکوالي نظام د رامنځته کیدو په موخه جوړه شوې چې د دې پروګرام پلې کیدل، د حکومت پراختیایي او اقتصادي پالیسیو او پلانونو پلې کیدو، د خصوصي سکتور ... ادامه


د غیر رسمي ښاري سیمو د ثبت پروګرام

دغه پروګرام د ښاري غیر رسمي سیمو د ثبت او سروې لپاره جوړ شوی چې د دې پروګرام طرح د جلالتمآب ولسمشر محمد اشرف غني لخوا منظور او همدا اوس د پلې کیدو چار ې یې د هیواد په اتو لویو ښارونو کې پیل شوي. په ۲۰۱۸ ... ادامه


د افغانستان د ځمکو او ملکیتونو د بیو پروګرام

د افغانستان د ځمکو او ملکیتونو د بیو پروګرام، د دولتي او شخصي ملکیتونو او همداراز د ښاري او کلیوالي ځمکو باندې د بیو ایښودو په موخه رامنځته شوی. یاد پروګرام په هرات ولایت کې په آزمایښتي توګه پلې شو او ډیر ژر به د هیواد په ۳۴ ولایتونو کې پیل شي. ... ادامه


د دولت په ضمانت د قبالې د ورکړې پروګرام

د دولت په ضمانت د قبالو د ورکړې پروګرام د دولت په ضمانت د قبالو د اجراء او ثبت د عصري کیدو او ساده کولو په موخه رامنځته شوی. د افغانستان د ځمکو اداره له المدینې شرکت سره په کابل او هرات ولایتونو کې د قبالو د اجراء او ثبت په برخه کې تخنیکي مطالعات او څيړنې ... ادامه


د دولتي ځمکو بانک

د ځمکو معلوماتي بانک د دولتي او د دولت تر ولکې لاندې عامه ځمکو د تفکیک په موخه رامنځته شوې ده چې طرح یې د جلالتمآب ولسمشر لخوا منظور او همدا اوس ... ادامه


د تخنیکي همکاریو پروژه (PPG)

د تخنیکي همکاریو پروژه د نړیوال بانک په مالي مرسته د افغانستان د ځمکو په اداره کې جوړ شوی دی. دغه پروژه په ټولیزه کې د مجربو اشخاصو د ګمارنې، د تخنیکي مرستو د برابرولو او همدارنګه د اړونده ریاستونو د کاري ظرفیت د لوړوالي له لارې د ادارې پرمختیایي پروګرامونو ... ادامه


مستند