ځمکو د استملاک او ارزښت موندنې ریاست
د ځمکو د ارزښت موندنې او استملاک رياست د ۱۳۹۶ د ۱۶ مصوبې د دريمې فقرې او د کابينې د ۱۳۹۶ د لومړۍ مياشتې ۲۳ مې نيټې د اا.ج کابينې د پريکړې پربنسټ، د په هيواد کې د ملکيت د استملاک د چارو د تنظيم ، تر استملاک لاندې د اړوندو ادارو سره په ګډه او په مصوبه کې ذکر شوي کميټه چې د افغانستان د ځمکو ادارې د ريس تر مشرۍ لاندې د وزارتونو له استازيو ، ښار جوړونې وزارت د مالي ادارو ، سيمه ييزو ارګانونو ادارې، کابل ښاروالي په ګډون او همغږۍ رامنځ ته شوې او په ګډه کار کوي چې د داسې يوې ادارې په توګه کار وکړي چې له فساد او بدنامۍ خوندي وي.

د دې تشکيل په اډانه کې ۲۷ نفر کار کوي چې اساسي اهداف يي عبارت دی له :

1- د ملکيتونو د اسنادو برسي او له دې ډاډه کيدل چې له قانون سره سم دي او که نه
2- د قيمت ګذارۍ په موخه د ملکيتونو تثبيت او د ورځې د نرخ سره سم ورته نرخ ټاکنه
3- د دولتي ادارو ترمنځ د استملاک او ملکيت د ارزونې چارو بڼه يو شان کول.
4- د استملاک د قانون تطبيق او د ماستر پلان په چوکاټ کې د ټول هيواد په کچه د تحقق هڅې

د رياست کاري استقامت په دې توګه دی


1- د دولتي ادراو له لارې د استملاک د پروسې لاندې د ملکيتونو اسناد موندنه
2- د همدې اسنادو ارزونه چې صحت لري او که نه
3- د دوسيو د اسنادو پر بنسټ د اسنادو د چک ليست برابرول
4- د تصميم نيونوې کميټې ته د ارزيابۍ په موخه د اسنادو او چک ليست وړاندې کول
5- د موظفې کميټې له کتنې وروسته د قانوني اجرات کول
6- د ملکيت ، د ځمکو د کټه ګورۍ پر بنسټ ، ودانيو ، ونو کروندو او ټولو اړونده تاسيساتو د ارزشت د معلومولو په موخه د ګډو حقوقي او تخنيکي ټيمونو استول
7- د استملاک لاندې ساحو اړوند شخړو ته رسيدنه

د رياست لاسته راوړنې

1- د اړونده ادارو له لارې د سروی ، ملکيت تثبيت ، تصفيه ، په دوه مرحلو کې د استملاک په موخه د اسنادو استول لپاره د کړنلارې ترتيب او د اسنادو وړاندې کول
2- د استملاک او ملکيت طرزالعمل طرحه شوی او د کار لاندې دی
3- په ځانګړې توګه د حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر ته څيرمه ساحې د ګدام ، فابريکو ، د خالي چهار ديوارۍ او انګور باغ سيمې له ښاروالۍ او ځمکو ادراې سره په ګډه کار شوی د بديل ملکيتونو د تدارک چارې ترسره شوي 4- د ټانګ لوګر سړک تر چهل دخترانو پورې د پروژې په موخه سړک ته څيرمه ساحې له ښاروالۍ او ځمکو ادارو سره په همغږۍ تثبيت شوي او د مالکينو ليست برابر شوی
5- دې رياست عملا د ۱۳۹۶ کال د سنبلې په مياشت کې عملا په کار پيل کړی تر اوسه يوازې دوه نفر په دې رياست کې کار کوي چې تر اوسه يي ديرش جلده دوسيي او ځينې مکتوبونه تر لاسه کړي ، چې له ترلاسه شوي دوسيو ۱۰ يي چک لست شوي او د برسۍ کميټې ته استول شوي پنځه جلده دوسيي مسترد شوي او يو لړ مکتوبونو سره بيرته استول شوي
6- دموظف هيت په ترکيب کې شپږ غړي دي چې د شخړو د حل په برخه کې د ولسمشر سلا کار يي مشري کوي د لوګر د دشت خاکه شخړه چې د کوچيانو او ځايي خلکو تر منځ ده همدې موظف هيت له ساحې ليدنه کړې 7- د تصميم ګيرۍ په هغو ناستو کې ګډون کول چې د حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر ته څيرمه ساحو په اړه په ملي دفاع وزارت کې ترسره شوي همدارنګه د هوايي ډګر په قومندانۍ کې ترسره شوي ناسته کې هم ګډون شوی
8- دا رياست پلان لري په راتلونکو ۸ مياشتو کې خپل دفتري سيستم تنظيم کړي او له هغې وروسته خپل لارښود اړونده ادارو ته واستوي او وروسته ورسره هر پنځلس ورځي وروسته ناستې ولري ، او په دې توګه د دوسيو او اسنادو د تراکم مخه ونيسي
9- همدارنګه به د مسلکي او متخصصو کدرونو د ګمارنې پروسه به البته د مقاماتو د صوابديد په پام کې نيولو سره د هيواد په کچه ترسره شي په ځانګړې توګه په هغو سيمو کې چې عام المنفعه پروژې په کې د دولت له خوا تر سره کيږي
10- ټول کارونه د استملاک تصفيه ، انتقال او تبادله او اړوند کارونه به پای کې همدې رياست کې نهايي کيږي د نورو اجراتو لپاره به اړونده مراجعو ته محول کيږي او وروسته له اجراتو به بيرته اړونده ادارو ته اطمنان ورکول کيږي
‍ د افغانستان د ځمکوالۍ نظام بنسټیز پرمختیایي پروګرام (IDPL)

په افغانستان کې د ځمکوالۍ نظام بنسټیز پرمختیايي پروګرام (IDPL) په افغانستان کې د پرمختللي او روڼ ځمکوالي نظام د رامنځته کیدو په موخه جوړه شوې چې د دې پروګرام پلې کیدل، د حکومت پراختیایي او اقتصادي پالیسیو او پلانونو پلې کیدو، د خصوصي سکتور ... ادامه


د غیر رسمي ښاري سیمو د ثبت پروګرام

دغه پروګرام د ښاري غیر رسمي سیمو د ثبت او سروې لپاره جوړ شوی چې د دې پروګرام طرح د جلالتمآب ولسمشر محمد اشرف غني لخوا منظور او همدا اوس د پلې کیدو چار ې یې د هیواد په اتو لویو ښارونو کې پیل شوي. په ۲۰۱۸ ... ادامه


د افغانستان د ځمکو او ملکیتونو د بیو پروګرام

د افغانستان د ځمکو او ملکیتونو د بیو پروګرام، د دولتي او شخصي ملکیتونو او همداراز د ښاري او کلیوالي ځمکو باندې د بیو ایښودو په موخه رامنځته شوی. یاد پروګرام په هرات ولایت کې په آزمایښتي توګه پلې شو او ډیر ژر به د هیواد په ۳۴ ولایتونو کې پیل شي. ... ادامه


د دولت په ضمانت د قبالې د ورکړې پروګرام

د دولت په ضمانت د قبالو د ورکړې پروګرام د دولت په ضمانت د قبالو د اجراء او ثبت د عصري کیدو او ساده کولو په موخه رامنځته شوی. د افغانستان د ځمکو اداره له المدینې شرکت سره په کابل او هرات ولایتونو کې د قبالو د اجراء او ثبت په برخه کې تخنیکي مطالعات او څيړنې ... ادامه


د دولتي ځمکو بانک

د ځمکو معلوماتي بانک د دولتي او د دولت تر ولکې لاندې عامه ځمکو د تفکیک په موخه رامنځته شوې ده چې طرح یې د جلالتمآب ولسمشر لخوا منظور او همدا اوس ... ادامه


د تخنیکي همکاریو پروژه (PPG)

د تخنیکي همکاریو پروژه د نړیوال بانک په مالي مرسته د افغانستان د ځمکو په اداره کې جوړ شوی دی. دغه پروژه په ټولیزه کې د مجربو اشخاصو د ګمارنې، د تخنیکي مرستو د برابرولو او همدارنګه د اړونده ریاستونو د کاري ظرفیت د لوړوالي له لارې د ادارې پرمختیایي پروګرامونو ... ادامه


مستند