معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست
د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د افغانستان د ځمکو ادارې یو له مهمو او کلیدي ریاستونو څخه دی. دا ریاست د چارو د ښه ترسره کیدو په موخه او د ادارې د پالیسیو او موخو د تطبیق لپاره باید له عصري ټکنالوژي سره یو ځای شي نو ځکه په ۱۳۹۶ کال کې یاد ریاست رامنځته شو.

دا ریاست د ۱۲ کارکوونکو په درلودلو سره تل هڅه یې کړې تر څو د مرکزي ادارې او په ولایاتو کې د ځمکو د ادارې له ریاستونو سره د ټکنالوژي اړیکو په ټینګولو واټن کم کړي او یا هم له منځه یوسي.

د ښه حکومتوالی پروسې د پیاوړې کولو او د افغانستان د ځمکو د ادارې موخه ته د رسیدو لپاره دا ریاست هڅه کوي تر څو د ادارې په ټولو برخو کې شبکې فعال وساتي او انټرنټي خدمات په دوامداره توګه ټولو شعبو ته برابر کړي. سره له دې د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست پلان لري چې د مراجعینو د اسنادو په پړاونو کې د آسانتیا لپاره د ادارې ټولې برخې له نوري فایبر سره ونښلوي او د اداري پروسې هم په الکترونیکي ډول جوړ کړي.

نوموړی ریاست په پام کې لري چې په نږدې راتلونکي کې د ځمکو چارو د اغیزمنتوب لپاره د موبایل آپلیکیشن (AIPS) جوړ کړي چې د دې آپلیکیشن په جوړیدو سره هر څوک په لږ وخت کې کولای شي له خپل شخصي موبایل څخه چې د افغانستان په ګوټ ګوټ کې وي د ځمکو له چارو څخه معلومات ترلاسه کړي.
‍ د افغانستان د ځمکوالۍ نظام بنسټیز پرمختیایي پروګرام (IDPL)

په افغانستان کې د ځمکوالۍ نظام بنسټیز پرمختیايي پروګرام (IDPL) په افغانستان کې د پرمختللي او روڼ ځمکوالي نظام د رامنځته کیدو په موخه جوړه شوې چې د دې پروګرام پلې کیدل، د حکومت پراختیایي او اقتصادي پالیسیو او پلانونو پلې کیدو، د خصوصي سکتور ... ادامه


د غیر رسمي ښاري سیمو د ثبت پروګرام

دغه پروګرام د ښاري غیر رسمي سیمو د ثبت او سروې لپاره جوړ شوی چې د دې پروګرام طرح د جلالتمآب ولسمشر محمد اشرف غني لخوا منظور او همدا اوس د پلې کیدو چار ې یې د هیواد په اتو لویو ښارونو کې پیل شوي. په ۲۰۱۸ ... ادامه


د افغانستان د ځمکو او ملکیتونو د بیو پروګرام

د افغانستان د ځمکو او ملکیتونو د بیو پروګرام، د دولتي او شخصي ملکیتونو او همداراز د ښاري او کلیوالي ځمکو باندې د بیو ایښودو په موخه رامنځته شوی. یاد پروګرام په هرات ولایت کې په آزمایښتي توګه پلې شو او ډیر ژر به د هیواد په ۳۴ ولایتونو کې پیل شي. ... ادامه


د دولت په ضمانت د قبالې د ورکړې پروګرام

د دولت په ضمانت د قبالو د ورکړې پروګرام د دولت په ضمانت د قبالو د اجراء او ثبت د عصري کیدو او ساده کولو په موخه رامنځته شوی. د افغانستان د ځمکو اداره له المدینې شرکت سره په کابل او هرات ولایتونو کې د قبالو د اجراء او ثبت په برخه کې تخنیکي مطالعات او څيړنې ... ادامه


د دولتي ځمکو بانک

د ځمکو معلوماتي بانک د دولتي او د دولت تر ولکې لاندې عامه ځمکو د تفکیک په موخه رامنځته شوې ده چې طرح یې د جلالتمآب ولسمشر لخوا منظور او همدا اوس ... ادامه


د تخنیکي همکاریو پروژه (PPG)

د تخنیکي همکاریو پروژه د نړیوال بانک په مالي مرسته د افغانستان د ځمکو په اداره کې جوړ شوی دی. دغه پروژه په ټولیزه کې د مجربو اشخاصو د ګمارنې، د تخنیکي مرستو د برابرولو او همدارنګه د اړونده ریاستونو د کاري ظرفیت د لوړوالي له لارې د ادارې پرمختیایي پروګرامونو ... ادامه


مستند