جغرافیایي معلوماتي سیستم ریاست
د افغانستان د ځمکو اداره له رامنځته کیدو راپدیوخوا هوډ درلود تر څو د ځمکو معلوماتي بانک او د مؤثق، دقیق او اعتبار لرونکي معلومات په وخت غوښتونکي ادارو او بنسټونو ته وړاندې کړي. چې د جغرافیایي معلوماتو سیستم جوړول یو له اساسي اړتیاوو څخه شمیرل کیږي.

د افغانستان د ځمکو اداره د سیاسي، اقتصادي، پراختیایي او ټولنیزې موخو لپاره د د جامع معلوماتي سیستم جوړول او وده ورکولو، له نوي ټکنالوژۍ سره په ګټه اخیستو د ځمکو د نقشو جوړول، د هیواد د ځمکو د بنسټیز او مهمو سیمو تثبیت او سروې، د دولتي او شخصي ځمکو تشخیص او توپیر او د ځمکوالۍ په چارو کې د خدماتو وړاندې کولو په موخو د GIS یا د جغرافیایي معلوماتو سیستم ریاست رامنځته کړ.

GIS یا د جغرافیایي معلوماتو سیستم؛ د راټولولو، تحلیل او تجزیې، ساتنه او مدیریت علم او د جغرافیایي اطلاعاتو ښودنې لپاره د ځمکو اطلاعاتو د مدیریت له مهمو توکي څخه ده.

د جي آی اس ریاست له بیلابیلو جي پي اس څخه په ګټه اخیستو د دولتي ادارو اړتیاو ته په کتو سره د دولتي، عامه او شخصي ځمکو څخه د کوردیناتو او معلوماتو ټولول، د سیمو دانلود، له GPS څخه معلومات او کوردینات مربوطو پروګرامونو ته، له GIS او هوایي او ماهواره یي فوتو ګانوسره په ګټه اخیستو د د معلوماتو زیرمه کول، د نقشه اخیستلو په سافت ویر کې د جدولونو او نقشو جوړول، په سیمه کې د بدلونونو له رامنځته کیدو وروسته د نقشو اصلاح او تجدید، د جغرافیایي معلوماتو د تنظیم په سافت ویر او نقشو د سیمه ییزې معلومات تحلیل او تجزیې په برخو کې بوخت دي.
‍ د افغانستان د ځمکوالۍ نظام بنسټیز پرمختیایي پروګرام (IDPL)

په افغانستان کې د ځمکوالۍ نظام بنسټیز پرمختیايي پروګرام (IDPL) په افغانستان کې د پرمختللي او روڼ ځمکوالي نظام د رامنځته کیدو په موخه جوړه شوې چې د دې پروګرام پلې کیدل، د حکومت پراختیایي او اقتصادي پالیسیو او پلانونو پلې کیدو، د خصوصي سکتور ... ادامه


د غیر رسمي ښاري سیمو د ثبت پروګرام

دغه پروګرام د ښاري غیر رسمي سیمو د ثبت او سروې لپاره جوړ شوی چې د دې پروګرام طرح د جلالتمآب ولسمشر محمد اشرف غني لخوا منظور او همدا اوس د پلې کیدو چار ې یې د هیواد په اتو لویو ښارونو کې پیل شوي. په ۲۰۱۸ ... ادامه


د افغانستان د ځمکو او ملکیتونو د بیو پروګرام

د افغانستان د ځمکو او ملکیتونو د بیو پروګرام، د دولتي او شخصي ملکیتونو او همداراز د ښاري او کلیوالي ځمکو باندې د بیو ایښودو په موخه رامنځته شوی. یاد پروګرام په هرات ولایت کې په آزمایښتي توګه پلې شو او ډیر ژر به د هیواد په ۳۴ ولایتونو کې پیل شي. ... ادامه


د دولت په ضمانت د قبالې د ورکړې پروګرام

د دولت په ضمانت د قبالو د ورکړې پروګرام د دولت په ضمانت د قبالو د اجراء او ثبت د عصري کیدو او ساده کولو په موخه رامنځته شوی. د افغانستان د ځمکو اداره له المدینې شرکت سره په کابل او هرات ولایتونو کې د قبالو د اجراء او ثبت په برخه کې تخنیکي مطالعات او څيړنې ... ادامه


د دولتي ځمکو بانک

د ځمکو معلوماتي بانک د دولتي او د دولت تر ولکې لاندې عامه ځمکو د تفکیک په موخه رامنځته شوې ده چې طرح یې د جلالتمآب ولسمشر لخوا منظور او همدا اوس ... ادامه


د تخنیکي همکاریو پروژه (PPG)

د تخنیکي همکاریو پروژه د نړیوال بانک په مالي مرسته د افغانستان د ځمکو په اداره کې جوړ شوی دی. دغه پروژه په ټولیزه کې د مجربو اشخاصو د ګمارنې، د تخنیکي مرستو د برابرولو او همدارنګه د اړونده ریاستونو د کاري ظرفیت د لوړوالي له لارې د ادارې پرمختیایي پروګرامونو ... ادامه


مستند