پلان او پالیسۍ ریاست
د پلان او پالیسۍ ریاست د افغانستان د ځمکو د ادارې یو له مهمو ریاستونو څخه دی چې په ځانګړې توګه یاد ریاست د ادارې په کچه د قوانینو، پالیسیو، مقرراتو، کړنلارو او استراتیژیو په جوړولو او پلي کولو کې خپلې کړنې ترسره کوي.

همداراز، یاد ریاست د ټولو ریاستونو سره په همغمږۍ د پلانونو او استراتیژیو د چټک او اغیزمن تطبیق څخه څارنه او ارزونه کوي او د افغانستان د ځمکو د ادارې د اقتصادي، پرمختیایي او ټولنیزو فعالیتونو د ښه تطبیق لپاره لاره هواروي. د استملاک او ځمکوالی چارو د تنظیم د قوانینو تعدیل، په بیلابیلو برخو کې اړین پالیسی ګانو جوړول، د دولتي ځمکو د اجارې، قبالې، تبادلې او تصفیې طرزالعملونه جوړول او همدارنګه د بی ځایه شویو کډوالو او راستنیدونکو لپاره د مشخصو مقررو ترتیبول د دغه ریاست له مهمو لاسته راوړنو څخه دي.

د پلان او پالیسۍ ریاست د ۲۱ کارکوونکو په درلودلو تل هڅه کوي ترڅو د قوانینو په اصلاح او د اړینو کړنلارو په جوړونې د ځمکو د مدیریت په چارو کې ړونتیا او آسانتیا رامنځته کړي ترڅو هیوادوالو ته په سمه او اغیزمنه توګه خدمتونه وړاندې شي.
‍ د افغانستان د ځمکوالۍ نظام بنسټیز پرمختیایي پروګرام (IDPL)

په افغانستان کې د ځمکوالۍ نظام بنسټیز پرمختیايي پروګرام (IDPL) په افغانستان کې د پرمختللي او روڼ ځمکوالي نظام د رامنځته کیدو په موخه جوړه شوې چې د دې پروګرام پلې کیدل، د حکومت پراختیایي او اقتصادي پالیسیو او پلانونو پلې کیدو، د خصوصي سکتور ... ادامه


د غیر رسمي ښاري سیمو د ثبت پروګرام

دغه پروګرام د ښاري غیر رسمي سیمو د ثبت او سروې لپاره جوړ شوی چې د دې پروګرام طرح د جلالتمآب ولسمشر محمد اشرف غني لخوا منظور او همدا اوس د پلې کیدو چار ې یې د هیواد په اتو لویو ښارونو کې پیل شوي. په ۲۰۱۸ ... ادامه


د افغانستان د ځمکو او ملکیتونو د بیو پروګرام

د افغانستان د ځمکو او ملکیتونو د بیو پروګرام، د دولتي او شخصي ملکیتونو او همداراز د ښاري او کلیوالي ځمکو باندې د بیو ایښودو په موخه رامنځته شوی. یاد پروګرام په هرات ولایت کې په آزمایښتي توګه پلې شو او ډیر ژر به د هیواد په ۳۴ ولایتونو کې پیل شي. ... ادامه


د دولت په ضمانت د قبالې د ورکړې پروګرام

د دولت په ضمانت د قبالو د ورکړې پروګرام د دولت په ضمانت د قبالو د اجراء او ثبت د عصري کیدو او ساده کولو په موخه رامنځته شوی. د افغانستان د ځمکو اداره له المدینې شرکت سره په کابل او هرات ولایتونو کې د قبالو د اجراء او ثبت په برخه کې تخنیکي مطالعات او څيړنې ... ادامه


د دولتي ځمکو بانک

د ځمکو معلوماتي بانک د دولتي او د دولت تر ولکې لاندې عامه ځمکو د تفکیک په موخه رامنځته شوې ده چې طرح یې د جلالتمآب ولسمشر لخوا منظور او همدا اوس ... ادامه


د تخنیکي همکاریو پروژه (PPG)

د تخنیکي همکاریو پروژه د نړیوال بانک په مالي مرسته د افغانستان د ځمکو په اداره کې جوړ شوی دی. دغه پروژه په ټولیزه کې د مجربو اشخاصو د ګمارنې، د تخنیکي مرستو د برابرولو او همدارنګه د اړونده ریاستونو د کاري ظرفیت د لوړوالي له لارې د ادارې پرمختیایي پروګرامونو ... ادامه


مستند