د ښاري پراختیا عالي شورا د لغمان د سرخکانو ملي پارک جوړولو طرحه تصویب کړه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جلالتماب جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د ښاري پراختیا عالي شورا غونډې د سرخکانو د ملي پارک د جوړولو پر طرحې، د هرات ښار د ماسټر پلان پر نهايي مسودې او د زرغونو صنایعو صنعتي پارک د جوړولو پر طرحې بحث او خبرې وکړې. په دې غونډه کې چې په چار چنار ماڼۍ کې وشوه، په پیل کې د مهترلام ښاروال نظیف الله الکوزي د سرخکانو ملي پارک د جوړولو طرحه وړاندې کړه. هغه زیاته کړه، دا پارک د کابل - ننګرهار لویې لارې په اوږدو کې د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ د سرخکانو د سیمې اړوند په ۱۵۰۰ جریبه ځمکه کې جوړېږي او جوړول ېې د سیمې د خلکو د اقتصادي ودې، د پانګونې د جلبولو او اشتغال لپاره له خورا زیات ارزښت څخه برخمن دی. هغه وویل، د دې پارک پر ابتدايي زېربنا شاوخوا ۱۷۰ میلیونه افغانۍ لګښت راځي. غونډې له هراړخیزو بحثونو وروسته یاده طرحه تصویب او د هېواد جمهور رئیس د مهترلام ښاروال او مالیې وزارت ته لارښوونه وکړه چې د یاد ملي پارک د جوړولو په خاطر دې د بودجې د تامین لپاره پایلې ته ورسېږي. ورپسې د ښار جوړونې او ځمکو وزارت یو تن مسوول جاوید رحمان رحماني، د هرات ښار د ماسټر پلان نهايي مسوده غونډې ته وړاندې کړه او زیاته کړه چې یاده طرحه د تل پاتې پراختیا لیدلوري، سالم ښاري انکشاف، د ښاري خدمتونو د سطحې د لوړولو، د ښار او کلیو ترمنځ د اړیکو د ایجاد او کرنیزو او ځنګلي سیمو د ساتنې په هدف جوړه شوی ده. غونډې له هراړخیزو بحثونو وروسته د هرات ښار د ماسټر پلان طرحه په پرنسیب کې تصویب کړه. جلالتمآب جمهور رئیس غني د ښارجوړونې او اراضۍ وزارت هڅو څخه د مننې ترڅنګ زیاته کړه چې ماسټر پلانونه د واضح تعریف له مخې جوړ شي. د هېواد جلالتمآب جمهوررئیس وویل، هرات د اقتصادي او ځانګړي لرغوني او تاریخي اهمیت لري او د دې ولایت تاریخي هویت باید وساتل شي. نوموړي زیاته کړه، په ښارونو کې زون بندي یو بنیادي اصل دی. په پای کې د ښارجوړونې او اراضۍ وزارت یو تن مسوول عبدالاحد ملکیار د زرغونو صنایعو د صعنتي پارک طرحې په وړاندې کولو سره وویل، یاد پارک د کابل په ده سبز ولسوالۍ کې پیروزي ښارګوټي ته نږدې په ۱۹۵۶ جریبه ځمکه کې په پام کې نیول شوې او تر اوسه د دې پارک په درې فازونو کې د فابریکو خاوندانو ته ۴۵۰ نمرې وېشل شوي دي. غونډې له هراړخیزو بحثونو وروسته د یادې طرحې په اړه پرېکړه وکړه چې د ځمکې انتقال، مدیریت، د پانګونې څرنګوالي او د دې پارک برېښنا او د اړتیا وړ نورو برخو کې دې زیات وضاحت ورکړل شي. جمهوررئیس غني لارښوونه وکړه چې د ښار جوړونې او اراضۍ وزارت سرپرست جواد پیکار تر نظر لاندې د مالیې، عدلیې، صنایعو او سوداګرۍ وزارتونو او د چارو ادارې عمومي ریاست، د افغانستان برېښنا شرکت ریاست او د جمهوري ریاست ستر سلاکار کریم امین په ګډون یو کاري ډله رامنځته شي څو د یاد پارک ټول تخنیکي او نور اړخونه وارزوي او د تصویب لپاه ېې کابینې ته وړاندې کړي.

‍ د افغانستان د ځمکوالۍ نظام بنسټیز پرمختیایي پروګرام (IDPL)

په افغانستان کې د ځمکوالۍ نظام بنسټیز پرمختیايي پروګرام (IDPL) په افغانستان کې د پرمختللي او روڼ ځمکوالي نظام د رامنځته کیدو په موخه جوړه شوې چې د دې پروګرام پلې کیدل، د حکومت پراختیایي او اقتصادي پالیسیو او پلانونو پلې کیدو، د خصوصي سکتور ... ادامه


د غیر رسمي ښاري سیمو د ثبت پروګرام

دغه پروګرام د ښاري غیر رسمي سیمو د ثبت او سروې لپاره جوړ شوی چې د دې پروګرام طرح د جلالتمآب ولسمشر محمد اشرف غني لخوا منظور او همدا اوس د پلې کیدو چار ې یې د هیواد په اتو لویو ښارونو کې پیل شوي. په ۲۰۱۸ ... ادامه


د افغانستان د ځمکو او ملکیتونو د بیو پروګرام

د افغانستان د ځمکو او ملکیتونو د بیو پروګرام، د دولتي او شخصي ملکیتونو او همداراز د ښاري او کلیوالي ځمکو باندې د بیو ایښودو په موخه رامنځته شوی. یاد پروګرام په هرات ولایت کې په آزمایښتي توګه پلې شو او ډیر ژر به د هیواد په ۳۴ ولایتونو کې پیل شي. ... ادامه


د دولت په ضمانت د قبالې د ورکړې پروګرام

د دولت په ضمانت د قبالو د ورکړې پروګرام د دولت په ضمانت د قبالو د اجراء او ثبت د عصري کیدو او ساده کولو په موخه رامنځته شوی. د افغانستان د ځمکو اداره له المدینې شرکت سره په کابل او هرات ولایتونو کې د قبالو د اجراء او ثبت په برخه کې تخنیکي مطالعات او څيړنې ... ادامه


د دولتي ځمکو بانک

د ځمکو معلوماتي بانک د دولتي او د دولت تر ولکې لاندې عامه ځمکو د تفکیک په موخه رامنځته شوې ده چې طرح یې د جلالتمآب ولسمشر لخوا منظور او همدا اوس ... ادامه


د تخنیکي همکاریو پروژه (PPG)

د تخنیکي همکاریو پروژه د نړیوال بانک په مالي مرسته د افغانستان د ځمکو په اداره کې جوړ شوی دی. دغه پروژه په ټولیزه کې د مجربو اشخاصو د ګمارنې، د تخنیکي مرستو د برابرولو او همدارنګه د اړونده ریاستونو د کاري ظرفیت د لوړوالي له لارې د ادارې پرمختیایي پروګرامونو ... ادامه


مستند