د ځمکو معلوماتي بانک

د هیواد په مرکز او ولایتونو کې د دولتي او د دولت تر ولکې لاندې د عامه ملکیتونو څخه د دقیقو معلوماتو راټولول او نقشه اخیستلو، له نوي ټکنالوژۍ سره د دولتي او د دولت تر ګتې اخیستو لاندې د عامه ملکیتونو ثبت، د دولتي او د دولت تر ولکې لاندې د عامه ملکیتونو څخه د سمې ګتې اخیستنې او د پانګونې د ترلاسه کولو، د کاري فرصتونو چمتو کولو، د دولتي او عامه ځمکو له زیات غصب څخه د مخنیوی، د دولت په پراختیایي پروژو کې له دولتي او عامه ملکیتونو څخه اغیزمنه ګټه اخیستنه او بیځایه شویو، راستنیدونکو او آسیب پذیرې ډلې ته د دولتي او د دولت تر ولکې لاندې د عامه ملکیتونوعادلانه ویشلو په موخه د ځمکو معلوماتي بانک جوړ شو.

د افغانستان د ځمکو ادارې د دولتي او عامه ملکیتونو د معلوماتي بانک طرح، د روان کال لړم میاشتې په ۱۵ نیټه د کابینې په غونډه کې د جلالتمآب ولسمشر محمد اشرف غني لخوا تأیید او منظور شو. د ځمکو معلوماتي بانک طرح د ځمکوالۍ چارو د تنظیم قانون لسمې او یوولسمې مادې په اساس؛ د کورنیو او بهرنیو پانګه اچونې په موخه د دولتي او د دولت تر ولکې لاندې عامه ملکیتونه الکترونیکي ثبت، د روڼ خدمتونو وړاندې کول، د ځمکو ملي پالیسي او لویو بنسټیزو پروژو د پلې کیدو لپاره د ښه فرصت جوړول، د ملي عوایدو زیاتوالی، د کاري فرصتونو جوړول او هیوادوالو ته د ښه ژوند برابرولو په موخه جوړه شوې ده.

د ځمکو معلوماتي بانک؛ د ځمکوالۍ معلوماتو جامع سیستم دی چې له نوي ټکنالوژۍ څخه په کار اخیستو سره د دولتي او د دولت تر ولکې لاندې عامه ځمکې ځانګړي او نقشه اخلي او راټول شوي معلومات د جدول او نقشو په څیر په دیتابیس کې ځای په ځای کوي؛ او د اړتیا په وخت کې د خلکو په چوپړ کې ده. د ځمکو معلوماتي بانک د افغانستان د ځمکو ادارې او نورې همکارې ادارې لکه ‎ښاروالۍلخوا په مرکز او ولایاتو کې مدیریت کیږي.

د ځمکو معلوماتي بانک طرحې په پلې کیدو سره سربیره پر دې چې له غصب څخه مخنیوی کیږي د بیځایه شویو، راستنیدونکو، کوچیانو او آسیب پذیرې ډلې ته د دولتي او د دولت تر ولکې لاندې عامه ملکیتونو په عادلانه ډول ویشل کیږي
‍ د افغانستان د ځمکوالۍ نظام بنسټیز پرمختیایي پروګرام (IDPL)

په افغانستان کې د ځمکوالۍ نظام بنسټیز پرمختیايي پروګرام (IDPL) په افغانستان کې د پرمختللي او روڼ ځمکوالي نظام د رامنځته کیدو په موخه جوړه شوې چې د دې پروګرام پلې کیدل، د حکومت پراختیایي او اقتصادي پالیسیو او پلانونو پلې کیدو، د خصوصي سکتور ... ادامه


د غیر رسمي ښاري سیمو د ثبت پروګرام

دغه پروګرام د ښاري غیر رسمي سیمو د ثبت او سروې لپاره جوړ شوی چې د دې پروګرام طرح د جلالتمآب ولسمشر محمد اشرف غني لخوا منظور او همدا اوس د پلې کیدو چار ې یې د هیواد په اتو لویو ښارونو کې پیل شوي. په ۲۰۱۸ ... ادامه


د افغانستان د ځمکو او ملکیتونو د بیو پروګرام

د افغانستان د ځمکو او ملکیتونو د بیو پروګرام، د دولتي او شخصي ملکیتونو او همداراز د ښاري او کلیوالي ځمکو باندې د بیو ایښودو په موخه رامنځته شوی. یاد پروګرام په هرات ولایت کې په آزمایښتي توګه پلې شو او ډیر ژر به د هیواد په ۳۴ ولایتونو کې پیل شي. ... ادامه


د دولت په ضمانت د قبالې د ورکړې پروګرام

د دولت په ضمانت د قبالو د ورکړې پروګرام د دولت په ضمانت د قبالو د اجراء او ثبت د عصري کیدو او ساده کولو په موخه رامنځته شوی. د افغانستان د ځمکو اداره له المدینې شرکت سره په کابل او هرات ولایتونو کې د قبالو د اجراء او ثبت په برخه کې تخنیکي مطالعات او څيړنې ... ادامه


د دولتي ځمکو بانک

د ځمکو معلوماتي بانک د دولتي او د دولت تر ولکې لاندې عامه ځمکو د تفکیک په موخه رامنځته شوې ده چې طرح یې د جلالتمآب ولسمشر لخوا منظور او همدا اوس ... ادامه


د تخنیکي همکاریو پروژه (PPG)

د تخنیکي همکاریو پروژه د نړیوال بانک په مالي مرسته د افغانستان د ځمکو په اداره کې جوړ شوی دی. دغه پروژه په ټولیزه کې د مجربو اشخاصو د ګمارنې، د تخنیکي مرستو د برابرولو او همدارنګه د اړونده ریاستونو د کاري ظرفیت د لوړوالي له لارې د ادارې پرمختیایي پروګرامونو ... ادامه


مستند