بشري سرچینو ریاست
د بشري سرچینو ریاست د افغانستان د ځمکو ادارې یو له اړینو ریاستونو څخه دی، چې د بشري سرچینو روڼ اوو اغیزمنې مدیریت په موخه په دې اداره کې جوړه شوې ده.

یاد ریاست د رونټیا او شایستګي په پام نیولو سره د مسلکي، تجربه لرونکو او مجرب کسانو استخدام کول، د روغ کاري فضا جوړول، د ملکي خدمتونو کارکونکو ستونزو ته رسیدګۍ، د روزنیز پروګرامونو جوړول او د وړتیا لوړولو لپا ره د ورکشاپونو برابرول، د کارکوونکو د حقوقو او امتیازاتو تأمین کول او د کارکوونکو د کاري اجراآتو ارزونه د دې ریاست له عمده فعالیتونو څخه دي.

د بشري سرچینو ریاست له جوړیدو تر اوسه توانیدلي ۱۸۷۳ خدمات ملکي کارکوونکي د آزادو سیالیو له لارې وګماري او هوډ لري تر څو مرکز او ولایاتو کې د ۱۰۰۰ نورو کارکوونکو استخدام هم د آزادو سیالیو له لارې بشپړ کړي.
‍ د افغانستان د ځمکوالۍ نظام بنسټیز پرمختیایي پروګرام (IDPL)

په افغانستان کې د ځمکوالۍ نظام بنسټیز پرمختیايي پروګرام (IDPL) په افغانستان کې د پرمختللي او روڼ ځمکوالي نظام د رامنځته کیدو په موخه جوړه شوې چې د دې پروګرام پلې کیدل، د حکومت پراختیایي او اقتصادي پالیسیو او پلانونو پلې کیدو، د خصوصي سکتور ... ادامه


د غیر رسمي ښاري سیمو د ثبت پروګرام

دغه پروګرام د ښاري غیر رسمي سیمو د ثبت او سروې لپاره جوړ شوی چې د دې پروګرام طرح د جلالتمآب ولسمشر محمد اشرف غني لخوا منظور او همدا اوس د پلې کیدو چار ې یې د هیواد په اتو لویو ښارونو کې پیل شوي. په ۲۰۱۸ ... ادامه


د افغانستان د ځمکو او ملکیتونو د بیو پروګرام

د افغانستان د ځمکو او ملکیتونو د بیو پروګرام، د دولتي او شخصي ملکیتونو او همداراز د ښاري او کلیوالي ځمکو باندې د بیو ایښودو په موخه رامنځته شوی. یاد پروګرام په هرات ولایت کې په آزمایښتي توګه پلې شو او ډیر ژر به د هیواد په ۳۴ ولایتونو کې پیل شي. ... ادامه


د دولت په ضمانت د قبالې د ورکړې پروګرام

د دولت په ضمانت د قبالو د ورکړې پروګرام د دولت په ضمانت د قبالو د اجراء او ثبت د عصري کیدو او ساده کولو په موخه رامنځته شوی. د افغانستان د ځمکو اداره له المدینې شرکت سره په کابل او هرات ولایتونو کې د قبالو د اجراء او ثبت په برخه کې تخنیکي مطالعات او څيړنې ... ادامه


د دولتي ځمکو بانک

د ځمکو معلوماتي بانک د دولتي او د دولت تر ولکې لاندې عامه ځمکو د تفکیک په موخه رامنځته شوې ده چې طرح یې د جلالتمآب ولسمشر لخوا منظور او همدا اوس ... ادامه


د تخنیکي همکاریو پروژه (PPG)

د تخنیکي همکاریو پروژه د نړیوال بانک په مالي مرسته د افغانستان د ځمکو په اداره کې جوړ شوی دی. دغه پروژه په ټولیزه کې د مجربو اشخاصو د ګمارنې، د تخنیکي مرستو د برابرولو او همدارنګه د اړونده ریاستونو د کاري ظرفیت د لوړوالي له لارې د ادارې پرمختیایي پروګرامونو ... ادامه


مستند