د افغانستان د ځمکو اد ارې عمومي رییس

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت په وروستیو وختونو کې د ځمکو په تړاو د شته ستونزو هوارۍ لپاره یو لړ مهم ګامونه پورته کړي دي. په افغانسنان کې څلور لسیزې جګړې او نورې ناخوالې ددې لامل شوي، چې ځمکو پورې اړوندې ستونزې تر بل هر وخت زیاتې شي.


دغه ناخوالې ددې ترڅنګ چې د غصب ستونزه ېې ورځ تربلې زیاته کړه، دېری ځمکې د دولت له ولکې ووتې، چې په دې توګه دولتي سرچینې، د قانون حاکمیت او د پراختیايي پروژو تطبیق له ننګونو سره مخ شو.

دغه ناخوالې ددې لامل شوې چې ځمکې پورې اړوندې ستونزې ورځ تربلې زیاتې شي، چې په ټولنه کې د سوکالۍ ټینګښت ېې لاپسې پېچلې کړه. له دې سره سره ډېرو ادارو د ځمکو مدیریت په برخه کې لاس په کار شول، خو له بده مرغه دغه ټولې چارې د لازمې همغږۍ نه شتون او دقیق مکانیزم پرته او وظیفوي مداخلو سره ترسره کېدې، چې پر روانو هلو ځلو ېې منفي اغیزې پرې ایښي وې.

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت دغو ټولو ناخوالو هوارۍ په موخه د ۲۰۱۳ کال په مې میاشت کې د افغانستان د خمکو اداره ېې رامېنخته کړه.

د افغانستان د ځمکو اداره تر رامېنځته کېدو لنډه موده وروسته اوس په دې توانېدلې، چې د جلالتمآب جمهور رییس محمد اشرف غني تر مستقیمې لارښوونې او پیاوړی سیاسي ملاتړ له برکته د ځمکو په مدیریت کې خورا مهمه ونډه ولري. دغه اداره د اوبو او اراضۍ په شورا کې د غړیتوب او فعالې ونډې له کبله اوس په افغانستان کې د ځمکو په مدیریت کې لوی لاس لري. د افغانستان د ځمکو اداره اوس اوس د هیواد په کچه یوه بااعتباره اداره ده، چې د دولتي ځمکو د مدیریت، نقشه اخیستنې، دولتي ادارو، خصوصي سکټور او خلکو ته د ځمکو په اړه د کره مالوماتو د ورکړې په برخه کې کار کوي. د افغانستان د ځمکو اداره په سمه توګه د یادو دندو ترسره کولو لپاره کلک هوډ لري او په رښتینې توګه هڅه کوي، چې د ځمکو د سم مدیریت له لارې د اقتصادي پراختیا او ټولنیزې ودې لپاره خپله ژمنه سر ته ورسوي.

د افغانستان د ځمکو ادارې دندې په لاندې ډول دي:

۱ – د ځمکو د مدیریت او اړوندو برخو کې د خدمتونو وړاندې کولو لپاره د کاري اصولو برابرول او د سټراتیژۍ او پالیسۍ جوړول.
۲ – په عملي ډګر کې د اړوندو کارونو ترسره کول، د ادارو جوړښت، بشري ظرفیت جوړونه او د ژمنو پربنسټ د ځمکو مدیریت په برخه کې د خدمتونو وړاندې کول

په دې برخه کې د یادولو بولم، چې د افغانستان او ترکیې دولتونه او ولسونه له یوه بل سره اوږد تاریخي اړیکې لري او په دغه موده کې په ټولنیز، اقتصادي، فرهنګي او نورو برخو کې نږدې همکار پاتې شوي دي. دغه اړیکې په ځانګړې ډول د ځمکو د مدیریت په برخه کې سل کلنه مخینه لري. په ۲۰۱۳ زېږدیز کال کې د افغانستان د ځمکو ادارې تر رامېنځته کېدو مخکې، په افغانستان کې د ځمکو د مدیریت په برخه کې د عثماني دورې (۱۹۲۰) موډل پلی کېده. د ترکیې جمهوري دولت د دوامداره او پر له پسې هڅو په پایله کې وتوانېده، چې د ځمکو د مدیریت یوه ښه طرحه جوړه او پلی کړي. د ترکیې جمهوري دولت په دغه لار کې ډېر زیارونه ګاللي او پرمختګ ته د رسېدو پر لار ېې ډېرې قربانۍ ورکړي دي. د ځمکو ښه او شفاف مدیریت، عادلانه او له مثبتو اغیزو سره مل د ترکیې دولت دغه موډل د ځمکو مدیریت په برخه کې د نړۍ په کچه تر ټولو ښه بېلګه بلل کیږي. د ځمکو د مدیریت په برخه کې د افغانستان او ترکیې دولتونو ترمېنځ تر لومړني همکاریو سل کاله وروسته، د ترکیې دولت چمتو شوې، چې په دغه برخه کې خپلې کامیابې تجربې افغانستان سره شریکې کړي. د افغانستان د ځمکو اداره په افغانستان کې د دغه موډل په پلي کولو غواړي، چې د ځمکو مدیریت تګلاړه، پالیسۍ، قوانین، اصول پرمختللی کړي او له عصري ټکنالوژۍ سره په ګټنه غوره خدمتونه وړاندې کړي. په افغانستان کې د دغه موډل تطبیق به ددې لامل شي، چې د افغانستان له شرایطو او اړتیاوو سره سم په لنډه موده کې ډېر اصلاحات رابرسېره شي.

زه په افغانستان د ځمکوالۍ نظام بنسټیز پراختیا پروګرام د لا ښه‌والي په برخه کې د ترکیې دولت له لارې د دغه هیواد نړیوالو مرستو (TIKA) او ځمکو (TKGM) ادارو له هراړخیزه او بې درېغه مرستو څخه مننه کوم. د افغانستان د ځمکو اداره د پلان پراساس په هیواد کې د ځمکوالۍ نظام بنسټیز پراختیا پروګرام IDPL څخه ډېرې تمه لري، او په ځانګړې ډول غواړي، چې له دغې لارې د ځمکو مدیریت او پالیسۍ، ظرفیت جوړونې او تخنیکي برخو کې د TKGM او TIKA تجربې افغانستان ته ولېږدوي. د افغانستان او ترکیې دولتونه او ولسونه له کلونو راهیسې ډېر نږدې تاریخي او اوږدمهالې اویکې لري.

په دې برخه کې غواړم، چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې له سازمان (FAO/UN) څخه هم مننه وکړم، چې په دغه بهیر کې ېې له موږ سره په تخنیکي څارنې او نورو برخو کې مرسته کړې ده.

له نړیوال بانک څخه هم مننه کوم، چې د یوه رسمي پروسې له لارې موږ سره ېې پر تخنیکي پروسې د څارنې او نورو برخو کې مرسته کې ده. زه په بشپړه توګه ډاډه یم، چې دغه هڅې د افغانستان او ترکیې دولتونو د سیاسي اړیکو د لا پیاوړتیا او نړیوالو مرستندویانو په ګټه تمامیږي.<
به درناوی
محمد جواد پیکار
د افغانستان د ځمکو اد ارې عمومي رییس
‍ د افغانستان د ځمکوالۍ نظام بنسټیز پرمختیایي پروګرام (IDPL)

په افغانستان کې د ځمکوالۍ نظام بنسټیز پرمختیايي پروګرام (IDPL) په افغانستان کې د پرمختللي او روڼ ځمکوالي نظام د رامنځته کیدو په موخه جوړه شوې چې د دې پروګرام پلې کیدل، د حکومت پراختیایي او اقتصادي پالیسیو او پلانونو پلې کیدو، د خصوصي سکتور ... ادامه


د غیر رسمي ښاري سیمو د ثبت پروګرام

دغه پروګرام د ښاري غیر رسمي سیمو د ثبت او سروې لپاره جوړ شوی چې د دې پروګرام طرح د جلالتمآب ولسمشر محمد اشرف غني لخوا منظور او همدا اوس د پلې کیدو چار ې یې د هیواد په اتو لویو ښارونو کې پیل شوي. په ۲۰۱۸ ... ادامه


د افغانستان د ځمکو او ملکیتونو د بیو پروګرام

د افغانستان د ځمکو او ملکیتونو د بیو پروګرام، د دولتي او شخصي ملکیتونو او همداراز د ښاري او کلیوالي ځمکو باندې د بیو ایښودو په موخه رامنځته شوی. یاد پروګرام په هرات ولایت کې په آزمایښتي توګه پلې شو او ډیر ژر به د هیواد په ۳۴ ولایتونو کې پیل شي. ... ادامه


د دولت په ضمانت د قبالې د ورکړې پروګرام

د دولت په ضمانت د قبالو د ورکړې پروګرام د دولت په ضمانت د قبالو د اجراء او ثبت د عصري کیدو او ساده کولو په موخه رامنځته شوی. د افغانستان د ځمکو اداره له المدینې شرکت سره په کابل او هرات ولایتونو کې د قبالو د اجراء او ثبت په برخه کې تخنیکي مطالعات او څيړنې ... ادامه


د دولتي ځمکو بانک

د ځمکو معلوماتي بانک د دولتي او د دولت تر ولکې لاندې عامه ځمکو د تفکیک په موخه رامنځته شوې ده چې طرح یې د جلالتمآب ولسمشر لخوا منظور او همدا اوس ... ادامه


د تخنیکي همکاریو پروژه (PPG)

د تخنیکي همکاریو پروژه د نړیوال بانک په مالي مرسته د افغانستان د ځمکو په اداره کې جوړ شوی دی. دغه پروژه په ټولیزه کې د مجربو اشخاصو د ګمارنې، د تخنیکي مرستو د برابرولو او همدارنګه د اړونده ریاستونو د کاري ظرفیت د لوړوالي له لارې د ادارې پرمختیایي پروګرامونو ... ادامه


مستند