د افغانستان د ځمکو ادارې لنډه تاریخچه

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت په ۱۲۸۰ لمریز کلونو کې د ځمکو د مدیریت له لارې د عوایدو راټولولو ته مخه کړه. دغه چاره په لومړیو کې د مالیې او کورنیو چارو وزارتونو له خوا پر مخ وړل کېده، خو وروسته بیا په ۱۳۵۷ کې دغه دنده د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګونې وزارت ته وسپارل شوه.

د افغانستان د ځمکو اداره په لومړیو کې د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګونې وزارت په چوکاټ کې د عوایدو راټولولو، خصوصي سکټور ته د دولتي ځمکو په اجارې ورکولو او له ځمکو څخه د سمې ګټنې په موخه په کار پیل وکړ. ورپسې د املاکو اداره او د غصب شویو ځمکو د بیا نیولو خپلواک کمیسیون چې د ۱۳۹۰ کال د ۶۳۸ فرمان له مخې رامېنځته شوی و، د وزیرانو شورا د درویشتمې او څلورویشتمې مصوبې له مخې د افغانستان د ځمکو ادارې سره یوځای شول. د افغانستان د ځمکو اداره ددې پریکړې له مخې د مرکز او څلور دېرشو ولایتونو په ګډون د ۳۹۴ ولسوالیو مسوولیت هم پر غاړه واخیست.

د افغانستان د ځمکو ادارې او د غصب شویو دولتي ځمکو د بیا نیولو کمیسیون ته د املاکو ادارې د صلاحیتونو لېږد سره سم، دغه اداره ځمکو پورې اړوند د فرمانونو تطبیق په برخه کې دنده واخیسته. د افغانستان د ځمکو اداره د ۶/۳/۱۳۹۲ نېټې د یوولسمې مصوبې له مخې د هیواد د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګونې وزارت څخه جلا شو او وروسته بیا د همغږۍ او د خدمتونو لا ښه والي په موخه د سروی او کدستر اداره سره له جیودیزۍ او کارتوګرافۍ ریاست هم ورسره یوځای شو.

د افغانستان د ځمکو اداره د ځمکو مدیریت په برخه کې یواځیتنۍ اداره ده، چې د ځمکو د سروې او ثبت، سوداګریزو موخو لپاره په اجارې د دولتي ځمکو ورکړې، د املاکي شخړو حل، د دولتي ځمکو بیا نیولو، د املاکو تصفیې او د اقتصادي، ټولنیز او سیاسي موخو لپاره د نقشو برابرولو په برخو کې کار کوي. دغه اداره پر مرکز سربېره په ټولو څلوردېرشو ولایتونو کې فعالې او پرانیستي ریاستونه لري لري او د خلکو په چوپړ کې ده.

د افغانستان د ځمکو اداره دندو او مسوولیتونو ته په کتو هڅه کوي، چې د پرمختللي ټکنالوژۍ څخه په ګټنې د ملي عوایدو د زیاتوالي په موخه د ځمکو مدیریت ټولې چارې ډیجیټلي کړي. له دې سره به په ټولنه کې د سوکالۍ او اقتصادي ودې ترڅنګ په هیواد کې د پانګونې کچه هم زیاته شي.
‍ د افغانستان د ځمکوالۍ نظام بنسټیز پرمختیایي پروګرام (IDPL)

په افغانستان کې د ځمکوالۍ نظام بنسټیز پرمختیايي پروګرام (IDPL) په افغانستان کې د پرمختللي او روڼ ځمکوالي نظام د رامنځته کیدو په موخه جوړه شوې چې د دې پروګرام پلې کیدل، د حکومت پراختیایي او اقتصادي پالیسیو او پلانونو پلې کیدو، د خصوصي سکتور ... ادامه


د غیر رسمي ښاري سیمو د ثبت پروګرام

دغه پروګرام د ښاري غیر رسمي سیمو د ثبت او سروې لپاره جوړ شوی چې د دې پروګرام طرح د جلالتمآب ولسمشر محمد اشرف غني لخوا منظور او همدا اوس د پلې کیدو چار ې یې د هیواد په اتو لویو ښارونو کې پیل شوي. په ۲۰۱۸ ... ادامه


د افغانستان د ځمکو او ملکیتونو د بیو پروګرام

د افغانستان د ځمکو او ملکیتونو د بیو پروګرام، د دولتي او شخصي ملکیتونو او همداراز د ښاري او کلیوالي ځمکو باندې د بیو ایښودو په موخه رامنځته شوی. یاد پروګرام په هرات ولایت کې په آزمایښتي توګه پلې شو او ډیر ژر به د هیواد په ۳۴ ولایتونو کې پیل شي. ... ادامه


د دولت په ضمانت د قبالې د ورکړې پروګرام

د دولت په ضمانت د قبالو د ورکړې پروګرام د دولت په ضمانت د قبالو د اجراء او ثبت د عصري کیدو او ساده کولو په موخه رامنځته شوی. د افغانستان د ځمکو اداره له المدینې شرکت سره په کابل او هرات ولایتونو کې د قبالو د اجراء او ثبت په برخه کې تخنیکي مطالعات او څيړنې ... ادامه


د دولتي ځمکو بانک

د ځمکو معلوماتي بانک د دولتي او د دولت تر ولکې لاندې عامه ځمکو د تفکیک په موخه رامنځته شوې ده چې طرح یې د جلالتمآب ولسمشر لخوا منظور او همدا اوس ... ادامه


د تخنیکي همکاریو پروژه (PPG)

د تخنیکي همکاریو پروژه د نړیوال بانک په مالي مرسته د افغانستان د ځمکو په اداره کې جوړ شوی دی. دغه پروژه په ټولیزه کې د مجربو اشخاصو د ګمارنې، د تخنیکي مرستو د برابرولو او همدارنګه د اړونده ریاستونو د کاري ظرفیت د لوړوالي له لارې د ادارې پرمختیایي پروګرامونو ... ادامه


مستند