د دولت په ضمانت د قبالو پروګرام

د دولت په ضمانت د قبالو پروګرام د افغانستان د ځمکو ادارې د کاري سیمو له مهمو برخو څخه ده. په پام کې ده چې د اداري فساد څخه د مخنیوی، د کدستري نقشو په اساس له امنیتي خوندیتوب سره د قبالو د ساده کول او الکترونیکي کولو لپاره؛ د ځمکو ادارې ته له محکمو څخه د قبالو د اجراء او ثبت لړۍ د لیږد طرح د جلالتمآب ولسمشر لخوا تأیید شو.

دې موخو ته د رسیدو لپاره د افغانستان د ځمکو اداره له المدینې شرکت سره هوکړه لیک لاسلیک کړ چې د دې هوکړې لیک په اساس المدینه شرکت د قبالود ثبت او اجراء د ساده کولو او الکترونیکي کولو په برخه کې د افغانستان د ځمکو ادارې اړتیاوو ته په کتو سره لومړني څیړنې چې سافت ویر، هارد ویر او بشري سرچینې په کې شاملې دي تر سره کوي.

د دې لړۍ په بریالیتوب له بشپړیدو او د جلالتمآب ولسمشر لخوا د پایلو تأیید کیدلو وروسته به دولت په ضمانت د قبالو پروګرام عملي کار پیل شي. د عامه او خصوصي مشارکت په توګه پانګونې او په افغانستان کې د قبالو د اجراء او ثبت پروسې د عصري کیدو په برخه کې تخنیکي مرستې د دې هوکړه لیک له مهمو برخو څخه دي.

د دې هوکړې لیک په اساس په لومړي پړاو کې د المدینې شرکت لومړنۍ څیړنې د دې شرکت له بودیجې سره په هرات او کابل ولایتونو کې پیل کیږي.

د یادولو وړ ده چې د دې هوکړې لیک طرح د اوبو او ځمکو عالي شورا په لسمه غونډه کې چې د ۱۳۹۶ کال لړم میاشتې په ۱۵ نیټه ترسره شوې وه وړاندې شو او د جلالتمآب ولسمشر محمد اشرف غني لخوا ومنل شو.

د دولت په ضمانت د قبالو د ورکړې فرهنګ په یو شمیر هیوادونو کې شته چې دا کار له یوې خوا د ملکیتونو په ثبت کې له جعل څخه مخنیوی کوي او له بلخوا د دولت د اطمینان او د ګټه اخیستونکي په وړاندې د قبالو د اعتبار د زیاتوالي لامل ګرځي. په دې پروسه کې که د قبالو د کارکوونکو لخوا د قبالو د اجراء او ثبت په برخه کې تیروتنه کیږي او ګټه اخیستونکي زیانمن شي؛ دولت د هغه د زیان د جبران کولو ضمانت کوي.

د افغانستان د ځمکو اداره په پام کې لري چې د قبالو محصول یا ټکس څخه ځانګړی فیصدي د مصوبې له مخې په بانک کې د تضمین په حساب کې ساتي که ګټه اخیستونکي زیانمن شو نو دولت د تضمین له پیسو څخه زیان جبران کوي او څرګنده ده چې تیروتونکی په قانون مطابق د مجازاتو سر بیره د محکمو د حکم په اساس باید د تضمین پیسې او د جریمې په ورکړې اړ دی.
‍ د افغانستان د ځمکوالۍ نظام بنسټیز پرمختیایي پروګرام (IDPL)

په افغانستان کې د ځمکوالۍ نظام بنسټیز پرمختیايي پروګرام (IDPL) په افغانستان کې د پرمختللي او روڼ ځمکوالي نظام د رامنځته کیدو په موخه جوړه شوې چې د دې پروګرام پلې کیدل، د حکومت پراختیایي او اقتصادي پالیسیو او پلانونو پلې کیدو، د خصوصي سکتور ... ادامه


د غیر رسمي ښاري سیمو د ثبت پروګرام

دغه پروګرام د ښاري غیر رسمي سیمو د ثبت او سروې لپاره جوړ شوی چې د دې پروګرام طرح د جلالتمآب ولسمشر محمد اشرف غني لخوا منظور او همدا اوس د پلې کیدو چار ې یې د هیواد په اتو لویو ښارونو کې پیل شوي. په ۲۰۱۸ ... ادامه


د افغانستان د ځمکو او ملکیتونو د بیو پروګرام

د افغانستان د ځمکو او ملکیتونو د بیو پروګرام، د دولتي او شخصي ملکیتونو او همداراز د ښاري او کلیوالي ځمکو باندې د بیو ایښودو په موخه رامنځته شوی. یاد پروګرام په هرات ولایت کې په آزمایښتي توګه پلې شو او ډیر ژر به د هیواد په ۳۴ ولایتونو کې پیل شي. ... ادامه


د دولت په ضمانت د قبالې د ورکړې پروګرام

د دولت په ضمانت د قبالو د ورکړې پروګرام د دولت په ضمانت د قبالو د اجراء او ثبت د عصري کیدو او ساده کولو په موخه رامنځته شوی. د افغانستان د ځمکو اداره له المدینې شرکت سره په کابل او هرات ولایتونو کې د قبالو د اجراء او ثبت په برخه کې تخنیکي مطالعات او څيړنې ... ادامه


د دولتي ځمکو بانک

د ځمکو معلوماتي بانک د دولتي او د دولت تر ولکې لاندې عامه ځمکو د تفکیک په موخه رامنځته شوې ده چې طرح یې د جلالتمآب ولسمشر لخوا منظور او همدا اوس ... ادامه


د تخنیکي همکاریو پروژه (PPG)

د تخنیکي همکاریو پروژه د نړیوال بانک په مالي مرسته د افغانستان د ځمکو په اداره کې جوړ شوی دی. دغه پروژه په ټولیزه کې د مجربو اشخاصو د ګمارنې، د تخنیکي مرستو د برابرولو او همدارنګه د اړونده ریاستونو د کاري ظرفیت د لوړوالي له لارې د ادارې پرمختیایي پروګرامونو ... ادامه


مستند