د افغانستان د ځمکوالی نظام بنسټیز پراختیایی پروګرام (IDPL)
افغانستان او ترکیه له سلګونه کلونو راهیسې دوستانه اړیکې لري، او دغه اړیکې هغه مهال پیاوړې شوې، چې غازي شاه امان الله خان د افغانستان د وخت پاچا د ترکیې له پاچا مصطفی کمال اتا ترک سره د دواړو هیوادونو ترمېنځ په کال ۱۹۲۸ زیږدیز کې د ملګرتیا یو تړون لاسلیک کړ. د ترکیې په چناک قلعه سیمه کې د دغه هیواد د خلاصون په ملي جګړه کې د افغان شهیدو جنګیالیو د هدیرې شتون، د سیمه‌ییزې او نړیوالې ترهګرۍ پرضد په افغانستان کې د ترکیې پوځي حضور او له افغانستان سره په تخنیکي او بیارغونې برخو کې د انقرې مرستې، د دواړو هیوادونو ترمېنځ د اړیکو د غښتلتیا او ملګرتیا ښکارندوي کوي. د دوست هیواد ترکیې دولت له همغه مهال راهیسې تر اوسه له افغانستان سره د سیاسي، پوځي، فرهنګي او اقتصادي برخو کې مرسته کړې او د دواړو هیوادونو حکومتونو د مثبت سیاست په غوره کولو تر دې دمه رښتیني ملګري پاتې شوي دي.

د افغانستان د ځمکو ادارې د ځمکوالۍ د اوسني نظام د بدلولو، دشته ستونزو د ختمولو او د ځواب ویونکي نظام رابرسېره کولو په موخه د ډېرو هیوادونو د ځمکوالي د سیسټم له مطالعې وروسته؛ د ترکیې هیواد د ځمکوالۍ سیسټم ېې افغانستان لپاره غوره کړ.

د افغانستان د ځمکو ادارې عمومي رییس، جواد پیکار د لومړي ځل لپاره د ترکیې هیواد قبالو او کدستر ادارې مشر سره د ځمکې او قحطۍ کنفرانس په څنډه په واشنګټن ډي سي کې ولیدل او د ځمکوالۍ نظام د برېښنايي کېدو، په قوانینو کې د اصلاحاتو رامېنځته کېدو، ستراتیژۍ، پالیسۍ مقررو او کړنلارو په اړه ېې ورسره خبرې وکړې.

په دغه لیدنه کې په افغانستان کې د ځمکوالۍ په برخه کې د ترکیې هیواد له مسلکي او تخنیکي تجربو څخه د ګټنې لپاره د مسودې متن پر یوه پروتوکول هوکړه وشوه. د افغانستان د ځمکو ادارې د مشري پلاوي هیواد ته له راتګ سره سم، له رییسانو او نورو چارواکو سره تر سلا مشورې وروسته د یادې شوي هوکړې اړونده مسوده جوړه او د ترکېې هیواد بهرنیو چارو وزارت ته ېې واستوه.

د (FAO) سازمان، تیکا او نړیوال بانک د افغانستان د ځمکو له ادارې سره د کاري دندو پر جوړېدو هم هوکړه کړې، چې د دغې هوکړې پربنسټ یادې ادارې د افغانستان د ځمکوالی نظام بنسټیز پراختیایی پروګرام (IDPL) پلي کېدو کې مرسته کوي.

په لومړي ګام کې د افغانستان د ځمکو او د کابل او هرات د استیناف محکمو ګډ پلاوي په یو څلور ورځني سفر ترکیې ته ولاړ او هلته ېې د ځمکوالي د پرمختللي سیسټم او د هغو کارکړنو څخه ېې له نږدې لیدنه وکړه. دغه سفر د افغان ولس سن کلنو هیلو پوره کېدو پر لور ارزښتناک ګام بلل کیږي. لږه موده وروسته د ترکیې هیواد د (T.K.G.M) ادارې نهه کسیز په کار پوه پلاوي د۲۰۱۶ کال د ډسامبر په شپارسمه د کابل او هرات د ځمکو له ادارې لیدنه وکړه.

ورپسې د ترکیې هیواد د کدستر، متخصصینو او د نقشه بردارۍ (T.K.G.M) دولس کسیز پلاوی د ۲۰۱۷ کال د اپریل په اوولسمه افغانستان ته راغی او څوارلس ورځې ېې په کابل کې تېرې کړې او دلته ېې د افغانستان د ځمکوالۍ بنسټیز پراختیایی پروګرام (I.D.P.L) په اړه ېې له افغان چارواکیو سلا مشورې وکړې.

ورپسې د افغانستان د ځمکو ادارې عمومي رییس محترم جواد پیکار هم د (I.D.P.L) د طرحې وروستي کېدو په موخه د ځمکو ادارې له ځینو رییسانو، د (F.A.O) سازمان او نړیوال بانک له با صلاحیته استازيو سره د ۲۰۱۷ کال د اکټوبر په اتمه په څلور ورځني سفر د ترکیې پلازمېنې انقرې ته ولاړ او تر سلا مشورې وروسته د دغه پروګرام طرحه وروستۍ شوه.

د افغانستان د ځمکو ادارې د دغې طرحې لا ښه‌والي او تخنیکي بیا کتنې لپاره د ايمېل، مخامخو کتنو او ویډیو کنفرانسونو له لارې له نړیوالو مرستندویو سازمانونو، (F.A.O) او نړیوال بانک له متخصصینو سره سلا مشورو ته دوام ورکړ.

د افغانستان د ځمکو اداره د مشورو په دوام کې د طرحي غښتلتیا لپاره د ځمکو ادارې د رییسانو، اړوندو مرستندویه دولتي او نړیوالو سازمانونو د استازیو په ګډون به کابل کې یو مشورتي ورکشاپ جوړ کړ. دغه طرحه د افغانستان د ځمکو ادارې د عمومي رییس محترم جواد پیکار او (T.K.G.M) د مشري پلاوي له خوا تر بیا کتنې وروسته منظوره شوه. له شک پرته چې د افغانستان د اراضۍ او اوبو شورا او جلالتمآب جمهور رییس محمد اشرف غني د لارښونې، د افغانستان د ځمکو ادارې او په دغه برخه کې د دوست هیواد ترکېې هلې ځلې به د راتلونکي نسلونو د سوکالۍ په برخه کې د افغانستان دولت او خلکو هیلې پوره کړي. پردې سربېره د افغانستان د ځمکوالۍ بنسټيز پراختیايي پروګرام (I.D.P.L) په پلي کېدو به د افغانستان د خپلواکۍ ملاتړی غازي شاه امان الله خان نیمګړي پروګرامونه او خلکو ته د خوندي کورونو برابرولو په برخه کې د اساسي بدلون د ملاتړي جلالتمآب جمهور رییس محمد اشرف غني هیلې هم پوره کیږي.

د افغانستان د ځمکوالۍ بنسټیز پراختیايی پروګرام (I.D.P.L) په لومړي ګام کې په لویو ښارونو کې پلی کیږي او بیا د هیواد نورو سیمو ته پراختیا مومي.

د افغانستان د ځمکو بنسټیز پراختیایی پروګرام په درېېو عمومي برخو کې رانغاړي، چې فرعي برخې هم له ځانه سره لري. د جغرافیايی معلوماتو بنسټ جوړونه د لومړۍ برخې پراساس درې نورې برخې له ځانه سره لري، چې د نقشه بردارۍ د جیودیتیک بنسټ جوړونه، د ځمکې معلوماتي ټکنالوژۍ معلوماتي سیسټم لومړۍ برخه؛ د کدستر د ځمکې د ثبت او قبالو د اجرا په ګډون د ځمکې د ثبت سیسټم دویمه برخه؛ او د ځمکو پالیسۍ او ظرفیت جوړونه چې د ځمکې د ملي کوډ تدوین او د افغانستان د ځمکو د تربیوي او تخنیکي انسټیټیوټ جوړول په کې راځي د هغه درېېمه برخه ده.

تمه کیږي، چې د افغانستان د بنسټيز پراختیايي پروګرام په پلي کېدو به د ټولنیز او اقتصادي ودې او د لویو ملي پروژو لپاره پر پالیسۍ جوړونې سربېره؛ د ځمکوالۍ په برخه کې د پرمختللي سیسټم بنسټ جوړو او د دولت په ضمانت د قبالو د ورکړې سیسټم به شفاف او ساده شي. د متخصصینو او خصوصي سکټور لپاره د کاري فرصتونو برابرول، د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې جذب، د املاکي شخړو راکمول، د سولې او ټولنیزې سوکالۍ رامېنځته کېدل، د ځمکوالۍ د اصلاح په برخه کې د جمهور رییس د ژمنو پوره کېدل، د جایدادونو خوندي کول، له غصب څخه مخنیوي او له ځمکې څخه دسمې ګټې پورته کول د یاد پروګرام له نورو پایلو به وي.

د ویلو ده، چې د افغانستان د ځمکو ادارې نړیوال مرستندویان لکه تیکا، (T.K.G.M) او نړیوال بانک په دغه برخه کې د مرستو د وام او د دغه ملي پروګرام پلي کېدو کې مرستو ته په بشپړه توګه لېواله دي.

د افغانستان د ځمکو اداره هیله لري، چې د افغانستان د ځمکوالۍ بنسټیز پراختیایي پروګرام په وسیله د نورو لویو اقتصادي او ټولنیزو پروژو د طرح او تطبیق زمینه برابره کړي، څو نور سکټورونه د یوې ښې او مثبتې بېلګې په توګه د دهغه له تجربو ګټنه وکړي.
‍ د افغانستان د ځمکوالۍ نظام بنسټیز پرمختیایي پروګرام (IDPL)

په افغانستان کې د ځمکوالۍ نظام بنسټیز پرمختیايي پروګرام (IDPL) په افغانستان کې د پرمختللي او روڼ ځمکوالي نظام د رامنځته کیدو په موخه جوړه شوې چې د دې پروګرام پلې کیدل، د حکومت پراختیایي او اقتصادي پالیسیو او پلانونو پلې کیدو، د خصوصي سکتور ... ادامه


د غیر رسمي ښاري سیمو د ثبت پروګرام

دغه پروګرام د ښاري غیر رسمي سیمو د ثبت او سروې لپاره جوړ شوی چې د دې پروګرام طرح د جلالتمآب ولسمشر محمد اشرف غني لخوا منظور او همدا اوس د پلې کیدو چار ې یې د هیواد په اتو لویو ښارونو کې پیل شوي. په ۲۰۱۸ ... ادامه


د افغانستان د ځمکو او ملکیتونو د بیو پروګرام

د افغانستان د ځمکو او ملکیتونو د بیو پروګرام، د دولتي او شخصي ملکیتونو او همداراز د ښاري او کلیوالي ځمکو باندې د بیو ایښودو په موخه رامنځته شوی. یاد پروګرام په هرات ولایت کې په آزمایښتي توګه پلې شو او ډیر ژر به د هیواد په ۳۴ ولایتونو کې پیل شي. ... ادامه


د دولت په ضمانت د قبالې د ورکړې پروګرام

د دولت په ضمانت د قبالو د ورکړې پروګرام د دولت په ضمانت د قبالو د اجراء او ثبت د عصري کیدو او ساده کولو په موخه رامنځته شوی. د افغانستان د ځمکو اداره له المدینې شرکت سره په کابل او هرات ولایتونو کې د قبالو د اجراء او ثبت په برخه کې تخنیکي مطالعات او څيړنې ... ادامه


د دولتي ځمکو بانک

د ځمکو معلوماتي بانک د دولتي او د دولت تر ولکې لاندې عامه ځمکو د تفکیک په موخه رامنځته شوې ده چې طرح یې د جلالتمآب ولسمشر لخوا منظور او همدا اوس ... ادامه


د تخنیکي همکاریو پروژه (PPG)

د تخنیکي همکاریو پروژه د نړیوال بانک په مالي مرسته د افغانستان د ځمکو په اداره کې جوړ شوی دی. دغه پروژه په ټولیزه کې د مجربو اشخاصو د ګمارنې، د تخنیکي مرستو د برابرولو او همدارنګه د اړونده ریاستونو د کاري ظرفیت د لوړوالي له لارې د ادارې پرمختیایي پروګرامونو ... ادامه


مستند