په افغانستان کې د ځمکې او ملکیتونو د بیې ایښودو پروګرام

په افغانستان کې تر دې مهاله ان په لومړني ډول هم د ځمکو او نورو ملکیتونو بیې نه دي په ډاګه شوي، چې دغه چاره اوس د ولس پر اندېښنو سربېره، د دقیقو مالوماتو د نه شتون لامل هم شوی دی. به دې برخه کې د مالوماتو نه شتون د ملي عوایدو او پانګونې جذب کچې ته د زیان ترڅنګ د ځمکو په پېر او پلور کې هم د فساد سبب شوی دی.

موندنې ښيي، چې هېڅ داسې معلومات نشته چې د هغه پر بنسټ د ځمکو اړوندې معاملې وشي، چې دغه چاره مفسدو دولتي کارکوونکو ته په فساد کې لوی لاس وربښلی او د ښاروالی ګانو، نورو ملي عوایدو او کورني او بهرني پانګونو جذب ته ېې هم تاوان رسولی دی.

د ځمکو او نورو ملکیتونو د بیې اېښودو پروګرام (الپېس) چې طرحه ېې د جلالتمآب جمهور رییس له خوا منظوره شوې ده، له شکه پرته په چارو کې د حکومت، ښاروالې ګانو او د خصوصي سکټور د بریا لامل ګرڅي.

الپېس د ښاري او کلیوالو ځمکو د بیې آنلاین معلوماتي بانک دی، چې چارې ېې د افغانستان د ځمکو ادارې له خوا پر مخ وړل کیږي. د افغانستان د ځمکو ادارې تخنیکي ټیم د ځمکو ملي پالیسۍ د لارښونو پر بنسټ هر پنځه کاله وروسته د ښاري او کلیوالو ځمکو پر بیې بیا کتنه کوي. حکومت، خلک او خصوصي سکټور کولای شي، د موبایل اپلیکیشن له لارې الپېس یا د ښاري او کلیوالو ځمکو د بیې آنلاین معلوماتي بانک ته لاسرسی ولري.

دغه پروګرام لاندنیو موخه ته په کتو جوړ شوی دی:



• د دولتي، شخصي او ښاري ځمکو د پېر، پلور کراېې او نورو چارو تنظیم لپاره د واقعي بیو ټاکل او د ارزښت له مخې د ځمکو د جغرافیايي موقعیت په برخه کې د ځمکې د ملي پالیسۍ تطبیق
• د پلان جوړونې، اقتصادي فعالیتونو او پانګونې لپاره با اعتباره مالوماتو ته د حکومت، خلکو او خصوصي سکټور آسان لاسرسی
• د ملکیت د تل پاتي بازار رامېنځته کولو لپاره د زمینې برابرول
• د قرضې د ورکړې په بدل کې د ملکیتونو ضمانت ايښودو په تړاو د بانکي معاملو د خطرونو ټيټول
• ښاري او کلیوالو ځمکو څخه د ښاروالې ګانو له خوا د خدمتونو او ټکسونو راټولولو لپاره دولتي ادارو ته د یوه واضح او ملي پالیسۍ جوړول

کاري تګلاره:

دغه پروګرام له ښارونو پیلیږي او بیا ولسوالیو او کلیو ته پراختیا مومي. د پلان له مخې د ځمکو او نورو ملکیتونو د پېر، پلور، کرایې او اجارې بیې د وروستیو پنځو کلونو د بیې له مخې ټاکل کیږي. کاري تګلاره داسې ده، چې هره ښاري څانګه په څو واحدونو او بیا هر واحد په درېېو کټګوریو لکه؛ سوداګریزې، نیمه سوداګریزې او هستوګنیزو سیمو باندې وېشل کیږي. د ځمکو د ارزښت په تړاو د ګذر وکیلان، د معاملاتو لارښوونې دفترونه او د سیمې اوسېدونکي پوښتل کیږي او له تحلیل او ارزونې وروسته ډېټابېس ته رسیږي.

د دغه پروګرام آزمایښتي لړی په هرات کې پيل او د پنځو ورځو په اوږدو کې ۱۳۱۵ سمپلې له پنځلسو ښاري څانګو ترلاسه شوې.

د افغانستان د ځمکو اداره په پام کې لري، چې په نږدې راتلونکي کې د دغه پروګرام عملي کار په ټول هیواد کې پیل کړي.
‍ د افغانستان د ځمکوالۍ نظام بنسټیز پرمختیایي پروګرام (IDPL)

په افغانستان کې د ځمکوالۍ نظام بنسټیز پرمختیايي پروګرام (IDPL) په افغانستان کې د پرمختللي او روڼ ځمکوالي نظام د رامنځته کیدو په موخه جوړه شوې چې د دې پروګرام پلې کیدل، د حکومت پراختیایي او اقتصادي پالیسیو او پلانونو پلې کیدو، د خصوصي سکتور ... ادامه


د غیر رسمي ښاري سیمو د ثبت پروګرام

دغه پروګرام د ښاري غیر رسمي سیمو د ثبت او سروې لپاره جوړ شوی چې د دې پروګرام طرح د جلالتمآب ولسمشر محمد اشرف غني لخوا منظور او همدا اوس د پلې کیدو چار ې یې د هیواد په اتو لویو ښارونو کې پیل شوي. په ۲۰۱۸ ... ادامه


د افغانستان د ځمکو او ملکیتونو د بیو پروګرام

د افغانستان د ځمکو او ملکیتونو د بیو پروګرام، د دولتي او شخصي ملکیتونو او همداراز د ښاري او کلیوالي ځمکو باندې د بیو ایښودو په موخه رامنځته شوی. یاد پروګرام په هرات ولایت کې په آزمایښتي توګه پلې شو او ډیر ژر به د هیواد په ۳۴ ولایتونو کې پیل شي. ... ادامه


د دولت په ضمانت د قبالې د ورکړې پروګرام

د دولت په ضمانت د قبالو د ورکړې پروګرام د دولت په ضمانت د قبالو د اجراء او ثبت د عصري کیدو او ساده کولو په موخه رامنځته شوی. د افغانستان د ځمکو اداره له المدینې شرکت سره په کابل او هرات ولایتونو کې د قبالو د اجراء او ثبت په برخه کې تخنیکي مطالعات او څيړنې ... ادامه


د دولتي ځمکو بانک

د ځمکو معلوماتي بانک د دولتي او د دولت تر ولکې لاندې عامه ځمکو د تفکیک په موخه رامنځته شوې ده چې طرح یې د جلالتمآب ولسمشر لخوا منظور او همدا اوس ... ادامه


د تخنیکي همکاریو پروژه (PPG)

د تخنیکي همکاریو پروژه د نړیوال بانک په مالي مرسته د افغانستان د ځمکو په اداره کې جوړ شوی دی. دغه پروژه په ټولیزه کې د مجربو اشخاصو د ګمارنې، د تخنیکي مرستو د برابرولو او همدارنګه د اړونده ریاستونو د کاري ظرفیت د لوړوالي له لارې د ادارې پرمختیایي پروګرامونو ... ادامه


مستند